په کندهار کي د طالبانو د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې پوليسو د خبرپاڼي په خپرولو سره ويلي دي چي د دغه ولايت په بېلابېلو ساحو کي ۸۸ جريبه ځمکه د کوکنارو د کښت څخه پاکه کړې ده. په خبرپاڼه کي ويل سوي دي چي دغه راز ئې پنځه جريبه د چرسو او بنګو کښت هم له منځه وړی دئ.
ط…البانو په کندهار کي د کوکنارو کښت پر داسي مهال له منځه وړی دئ، چي د جمهوري نظام پرمهال به همدا ط…البانو په ولسواليو کي له خلګو څخه د کوکنارو عشر او زکات اخيستي. خو اوس بیا دغه ډله وایې چي د کوکنار کښت او حاصل اخيستل حرام دي او له منځه ئې وړی دئ.