په کندهار کي ط..البانو د اسد د ۲۴ مي د لمانځلو له پاره د مدرسو کوچني شاګردان رايستلي وو

په کندهار کي ط..البانو خپل د بريا ورځ د اسد ۲۴ مه ولمانځل.
د کندهار ځايي خلګو د څراغ تلوېزيون خبريال ته ويلي، چي ط..البانو د دغي ورځي د لمانځلو له پاره د مدرسو څخه کوچني زده کوونکي رايستلي او د ط..البانو بيرغونه ئې په لاس ور کړي وه.
د هغوی په خبره چي ط..البانو دغه کوچني زده کوونکي په لنجر موټرونو کي کښنولي وو او خپل شعارونه ئې په ويل.
بايد وويل سي، چي په لوګر او خوست ولايتونو کي هم ځايي خلګو شکايت کړی، چي ط..البانو د مدرسي کوچني ط..البان په زور د خپلي ورځي د لمانځلو په موخه رايستلي وو. هغوی دغه راز ويلي، چي ط..البانو مجبوره کړي، چي پر خپل دوکانو باندي د ط..البانو بيرغونه وځړوي.