په کندهار کي ط..البانو يو ځوان د خريلي ږېري له امله وژلی

د کندهار څخه محلي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي په دغه ولايت کي ط..البانو درې ورځي وړاندي يو ځان د خريلي ږېري له امله وژلی دئ.
د سرچينې په خبره چي ط..البانو دوه ځوانان د ږيري د نه درلودلو په بهانه راګرځولي او تر لفظي شخړي وروسته ئې پر يادو ځوانانو ټکان کړي يو ئې وژلی او يو بل ځوان ئې ټپي کړی دئ.
د ط..البانو امنيتي ادارو دغه مسئله د رسنيو څخه پټه ساتلې ده او تر اوسه پوري ئې هېڅ نه دي ويلي.
د څراغ تلوېزيون همکاران پر ياده موضوع په يوه څېړنیز راپور بوخت دي، چي ډېر ژر به ئې بشپړ جزئیات د خپلو مخاطبانو سره شريک کړي