په کندهار کي غلو يو سياحتي شرکت وهلی او ۴۵ زره ډالره ئې ورڅخه غلا کړي

د کندهار څخه د څراغ تلوېزيون خبريال د محلي سرچينو د قوله وايي، چي غلو د‌ کندهار ښار د شپږمي حوزې اړوند د سرې جامع سره د کندهار افغان په نوم سياحتي شرکت ته ورغلي، ۴۵ زره ډالر او درې لکه افغانۍ ئې ورڅخه غلا کړي دي.
د کندهار د ط..البانو امنيتي مسؤلينو هم ياده پېښه منلې ده.
بايد وويل سي چي درې ورځي وړاندي هم غلو په په رڼا ورځ د‌ کندهار ښار د مسلم چوک سره يو درملتون ته ورغلي او پيسې ئې ورڅخه غلا کړي وې.
کندهار ښاريان د وسلوالو غلو د‌ زياتولي څخه په تنګ راغلي او د ط..البانو څخه ئې د مخنيوي غوښتنه کوي.