په کندهار کي يو ۲۴ کلن ځوان ځان وژنه کړې

د کندهار څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د شنبې په ورځ د دغه ولايت په ۹مه ناحيه کي د فدامحمد په نوم يو ۲۴ کلن ځوان ځان ځړولی او وژل سوی دئ.
د سرچينې د معلوماتو له مخي دغه ځوان لومړۍ خپل پر فيسبوک پاڼه باندي پوسټ کړی او د ټولو څخه ئې بخښه غوښتې او خپل وروستی عکس ئې پوسټ کړی او وروسته ئې ځان وژنه کړې ده.
د سرچينې په حواله چي دغه ځوان د اقتصادي ستونزو او بېکارۍ له امله ځان وژنه کړې ده.
بايد وويل سي، چي د ط..البانو راتګ سره سم په افغانستان کي د اقتصادي ستونزو او بېکارۍ له امله د ځان وژني پېښي زیاتي سوې دي. ځوانان د غربت او رواني فشارونو له کبله ځان وژنه کوي، چي ټولنه ئې د يوه دردناکه بحران سره مخ کړې ده.