په کندهار کي په تېر یوه کال کی اورلګېدونو څه باندي ۴۴ میلیونه افغانۍ زیان اړولی

چارواکي وايي، په تېر یوه کال کي د کندهار په مارکیټونو، صنعتي پارک، تېل پلورنځي، کورونو او نورو ځایونو کي ۱۰۶ اورلګېدني رامنځ ته سوي چي له امله ۴۴ میلیونه او ۶۵ زره افغانۍ زیان اړولی.
د امنیه قومندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید وايي، په دغه پېښو کي نهه کسان ټپیان سوي او یو بل وژل سوی.
د هغه په وینا، په دې پېښو کي د اطفایې مدیریت له خوا د ۳۷۳ میلیونه او ۶۸۰ زره افغانیو په ارزښت د توکو یا ځایونو د سوځېدو مخنیوی سوی.
هغه وايي، دغه راز د ياد مديريت له لوري د شرکتونو، فابریکو، تیل فروشیو او نورو سیمو سروې ګاني ترسره سوي دي او هغوی ته د اور وژني د امنیت د معیارونو سره سمي لارښووني سوي.
خلک وایي، په کندهار کي اکثره وخت اورلګېدني د اور وژني معیاري وسایلو د نشتون له امله درانه زیانونه رامنځ ته کوي او دغه راز په دغه ولایت کي یوازي یو د اطفایې مرکز شتون لري چي لیري سیمو ته پر وخت رسېدنه نه سي کولای.