په کندهار کي په دریو جلا جلا پېښو کي دوه تنه مړه او دوه نور ټپیان سوي

چارواکي وایي، په کندهار کي په دریو جلا جلا پېښو کي دوه کوچنیان وژل سوي، یو کوچنی او بل کس ټپيان سوي دي.
د کندهار د امنيې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید وايي، تېره ورځ د کندهار د ارغستان ولسوالۍ په ملا شېرعلي کلي کي دوو کوچنیانو د هاوان په یوې زړې مرمۍ لوبي کولې چي چاودنه یې کړې یو کوچنی وژل سوی او بل ټپي سوی.
د هغه په وینا، دغه راز تېره ورځ د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ په زاړه کلي کي یو کس چي زړې اوسپني یې خرڅولې، د سرګلولې د چاودني له امله ټپي سوی.
بل خوا د کندهار د ډنډ ولسوالۍ د اغاجان کارېز په کلي کي یو کوچنی په سېلابي اوبو کي ډوب او مړ سوی.