په کندهار کي په دوو جلا ترافیکي پېښو کي اته تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

امنتیي مسوولین وایي، د کندهار ولایت په پنجوايي او کښته میوند ولسوالیو کي د دوو ترافيکي پېښو له امله درې تنه مړه او پنځه نور ټپیان سوي دي.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید وایي، لومړۍ پېښه د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کي د یوه فلډر موټر او موټرسايکل ترمنځ سوې چي له امله یې پر موټرسايکل سپاره دواړه کسان وژل سوي.
د هغه په وینا، بله پېښه د کندهار په کښته میوند ولسوالۍ کي د یوه فلډر موټر او مازدا ترمنځ سوې چي په فلډر موټر کي يو تن مړ او پنځه نور ټپیان سوي دي.
په کندهار کي په دې وروستیو کي یو ځل بیا ترافيکي پېښي زیاتي سوي او نږدې هره ورځ یوه ترافیکي پېښه کیږي چي ځیني وخت مرګ ژوبله هم لري.