په کندهار کي په دوو جلا جلا پيښو کي دوه کوچنیان مړه سوي دي

کندهار کي ځایي سرچینې خبر ورکوي، چي د دې ولایت په ښار او میوند ولسوالۍ کي د دوو جلا پیښو له امله دوه کوچنیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د سرچینو د معلوماتو له مخي د دغه ولایت د میوند ولسوالۍ اړوند «سیتوتک» کلي کي یو ماشوم د اوبو ۱۲۰ متره ژوري برمې ته لوېدلی او مړ سوی دی.

سرچینې زیاتوي، یاد کوچنی ۱۱ کاله عمر درلود چي د ځایي مسوولینو لخوا یې د ژغورني هڅي سوي وې، خو کوچني په څاه کي ساه ورکړې وه او یوازي جسد یې را ایستل سوی دی.

ورته مهال کندهار کي ځایي سرچینې وایي، چي د دې ولایت د ښار د پنځمي ناحیې اړوند «شورمان» سیمه کي د لبنیاتو یو ټانکر یوه کوچنۍ نجلۍ وهلې او مړه سوې ده.

سرچینو د دغي نجلۍ نوم نه دی یاد کړی، خو زیاتوي چي هغې د سړک له غاړي کاغذونه او پلاستیکي توکي ټولول او وروسته یې خپل کور ته د ډوډۍ پخولو لپاره وړل.