په کندهار کي په لومړي ځل د سترګو ځانګړی لس بستریز خصوصي روغتون پرانیستل سو

په کندهار کي د سترګو په برخه کي د السید په نوم ځانګړي لس بستريز خصوصي روغتون فعالیت پیل کړ چي د سترګو د درملني په برخه کي اتیا سلنه خدمات وړاندي کولای سي.
د دغه روغتون مسوولین وایي، پر دې روغتون یې شاوخوا اته میلیونه افغانۍ پانګونه کړې او غواړي د امکاناتو په برابرولو سره تر ډېره د هغه ناروغانو تداوي دلته وکړي چي مخکي بهرنیو هیوادونو ته تلل.
د دغه روغتون مسوول ډاکټر امین الله احساس وایي، په لومړي ځل پنځوس تنو ناروغانو ته د سترګو پېچلي عملیات چي ډېر لګښت غواړي وړیا تر سره کوي.
د دغه روغتون د پرانیستني پر مهال نورو ډاکټرانو وویل، کندهار کي باید دې ته ورته د نورو ناروغیو په برخه کي هم ځانګړي روغتونونه جوړ سي تر څو افغانان د بهرنیو هیوادونو پر ځای دلته درملنه وکړي.
د کندهار پوهنتون پخواني رییس پوهاند ډاکټر عبدالواحد وثیق د عامي روغتیا له مسوولینو څخه وغوښتل چي په دې برخه کي له خصوصي سکتور سره پوره همکاري وکړي ځکه دا ډول پانګونه له دولت سره په روغتیايي برخه کي لویه همکاري ده.
دا په داسي حال کي ده چي له هیواد څخه ډېری ناروغان ګاونډیو او نورو هیوادونو ته د سترګو او نورو ناروغیو د درملني لپاره ځي چې ډېري پیسې ورڅخه مصرفیږي.