په کندهار کي په کم عمر کي واده سوې نجلۍ د خپل خاوند له خوا وژل سوې ده

چارواکي وایي، د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ په ګل کلاچه سیمه کي یوه کس خپله مېرمن وژلې او خپل اخښی یې ټپي کړی دی.

د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ مرستیال وایي، دغه پېښه تېره شپه رامنځ ته سوې او قاتل تښتېدلی خو د نیولو هڅي یې رواني دي.

د ارغنداب ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وایي، دغه نجلۍ چي شاوخوا ۱۵ کاله عمر یې درلود، یو نیم کال مخکي واده سوې وه.

د هغه په وینا، د خاوند په کور کي یې ژوند له ستونزو ډک وو او د تاوتریخوالي له امله یې یوازي درې میاشتي هلته تېري کړي وې او بیرته د پلار کور ته تللې وه.

ده وویل، د دې نجلۍ خاوند تېره شپه د خپل خسر کور ته ورغلی نجلۍ يې ویشتلې او وژلې ده او خپل اخښی یې ټپي کړی دی. په کندهار کي له دې وړاندي هم د کورني تاوتریخوالي له امله ورته پېښي رامنځ ته سوي چي پر مهال یې ښځو او سړیو ژوند له لاسه ورکړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *