په کندهار کي په یوه دوکان کي د اورلګيدني له امله دوه سوه زره افغانۍ زیان اوښتی

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند وایي، د کندهار ښار څوارلسمي امنیتي حوزې اړوند د فابريکې په سرای کي یوه د رنګ دوکان اور اخیستی وو چي د د اطفایې مدیریت د پرسونل له لوري اور مړ کړل سو.
د هغه په وینا، په یاده اور لګیدنه کي د دوکان مالک ته ۲ سوه زره افغانۍ زيان اوښتی او د درې سوه زره افغانیو په ارزښت د توکو د سوځلو مخنیوی سوی.
ویاند زیاته کړه چي په دې اورلګیدنه کي چاته ځاني زيان نه دی اوښتی او لامل یې بې احتياطي بلل سوې ده.
په کندهار کي اکثره د اورلګېدني پيښي د اور وژني د وسایلو د نشتون او بې احتیاطۍ له امله رامنځ ته کیږي چي ډيری وخت لوی اقتصادي زیانونه رامنځ ته کوي.