د کندهار ولایت مقام د طالبانو ویاند محمود اعزام وایي، چي د پنج شنبې په ورځ سهار وختي د کندهار په امنیه قومندانۍ کي زړو مهماتو چاودنه کړې ده.
د سرچینو له مخي چاودنه ډېره درنه وه چي له امله یې په ډېرو لیرو سیمو کي ږغ اورېدل سوی ، طالبان بیا دا خبره ردوي او وايي چي په قومندانۍ کي د زړو مهماتو د چاودني له امله سپکه چاودنه سوې.
عزام د چاودني د لامل او مرګ ژوبلي په اړه درسنیو سره نور جزئیات نه دي شریک کړي.