په کندهار کي ډيری د مځکو اجاره کوونکي وایي، له زیانونو سره مخ دي

په کندهار کي ډيری کروندګر په اجاره مځکي اخلي خو دوی وایي، اوس مهال د مځکو له حاصلاتو څخه دومره پيسې نه سي تر لاسه کولای چي هم د اجارې پيسي پوره کړي او هم دوی ته یوه اندازه پاته سي.

د دوی په وینا، اکثره حاصلات ښه بازار نه لري ځکه دوی له زیان سره مخ دي او غوښتنه کوي چي له مځکو څخه د تر لاسه سویو حاصلاتو لپاره بازار پيدا سي.

بل خوا یو شمېر ځوانان بیا د کار غوښتنه کوي او وایي، اکثره وخت په باغونو یا د مځکو په کارونو کي په سل یا ۱۵۰ افغانۍ کار کوي خو داسي کارونه هم دوامداره نه وي.

دوی وایي، که چیري په هیواد کي اوږدمهاله کارونه برابر سي د دوی اقتصادي وضعیت به ورسره ښه سي او نورو هیوادونو ته به د تګ لپاره نه مجبوریږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *