په کندهار کي کډوالو ته ښارګوټی جوړېږي

د کندهار د دامان ولسوالۍ په شهرک سیمه کي د سرپرست حکومت د مشرتابه د حکم پر اساس پر ۸۶۰ جریبه مځکه د کډوالو له پاره یو ښارګوټی جوړېږي.

د کندهار د کرهڼي ریاست مطبوعاتي دفتر په یوه خبر‎پاڼه کي ویلي چي، دغه ښارګوټی به یوه مرکزي عیدګاه، څلور مسجدونه، څلور پارکونه، یو، یو د کرکټ او والیبال لوبغالی او ښوونځي او مدرسې هم ولري.

په دغه خبرپاڼه کي ویل سوي چي، ‎پر دغه ښارګوټي ۱۲،۵ ملیونه افغانۍ مصرف راځي او یاد شمېر کورنیو ته د نمرو تر وېشلو وروسته به د هغوی له خوا خپله د کورونو جوړولو کارونه پیل سي.

د دغه ښارګوټي جوړولو کارونه نن (یک شنبه) پیل سوي او په یوه نیم میاشت کي به ئې کارونه بشپړ سي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *