په کندهار کي یوه خسر خپل زوم د کورنیو ستونزو له امله وژلی

امنیتي سرچینې وایي، د کندهار د څوارلسمي حوزې اړوند د ملا علم اخند په کلي کي یوه کس خپل زوم په چره یي ټوپک ویشتلی او وژلی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخي دغه پېښه سه شنبه ماسپښين رامنځ ته سوې او قاتل د امنیتي کسانو له خوا نیول سوی دی.
سرچینه وایي، وژل سوی کس عبدالصمد نومیږي، شاوخوا ۴۵ کاله عمر لري او د کندهار د ډنډ ولسوالۍ د کرز کلي اوسېدونکی وو.
سرچینه زیاتوي، چي وژل سوی کس داسي مهال د خپل خسر له لوري وژل سوی چي غوښتل یې د خسر له کوره خپله مېرمن پرته له واده په زور بوزي.
د سیمي اوسېدونکي هم وایي، د خسر او زوم تر منځ لومړی لفظي شخړه سوې وروسته یې خسر تللی او چره یې ټوپک یې راوړی خپل زوم یې ویشتلی.
د څوارلسمي حوزې اوسېدونکي هم وایي، د وژل سوي کس او خسر تر منځ له ډېره وخته کورنۍ ستونزه وه ځکه خسر یې واده نه ورکاوه چي اخیر دا پېښه رامنځ ته سوه.
چارواکو تر اوسه د دې پېښې په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.