په کندهار کي یوه کس د خپلي میرمني غاړه پرې کړې او وژلې یې ده

چارواکي وایي، د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کي یوه کس په چاړه د خپلي مېرمني غاړه پرې کړې او هغه یې وژلې ده.
د چارواکو په وینا، دغه میرمن چي «بي بي امینه» نومیده، تېره ورځ سه شنبه د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند غلام فاروق کلي کي د خپل خاوند جان محمد له لوري وژل سوې ده.
مسوولین وايي، دغه کس اصلاً د فاریاب ولایت وو چي دا مهال په بولدک ولسوالۍ کي اوسېدی.
د معلوماتو له مخي، وژل سوي ښځي ۲۰ کاله عمر درلود، د کندهار اوسېدونکې وه او شپږ میاشتي وړاندي جان محمد ته واده سوې وه.
چارواکي وایي، جان محمد له پېښي وروسته تښتېدلی خو د دې پېښي انګېزه لا هم نه ده معلومه.
که څه هم د دې پېښي لامل تر اوسه معلوم نه دی خو له دې وړاندي ورته پېښي ډېری د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځ ته سوي دي.