په کندهار کي یو ځل بیا د چاودني له امله دوه کوچنیان ټپیان سوي

چارواکي وایي، د معروف ولسوالۍ په اعلا جرګه سیمه کي د یوې پخوانۍ سرګلولې د چاودني له امله دوه کوچنیان ټپیان سوي.
د کندهار د پېښو پر وړاندي د مبارزې ریاست وايي، دغه پېښه نن په یاده سیمه کي پر کوچنیانو هغه وخت رامنځ ته سوه چي دوی سرګلوله اور ته غورځولې وه.
په پېښه کي ټپیان سوي دواړه کوچنیان وروڼه دي او تر اوسه یې د روغتیايي وضعیت په اړه معلومات نسته.
پرون هم په دغه ولسوالي کي د راکټ مرمۍ د چاودني له امله درې کوچنیان وژل سوي او دوه نور ټپیان سوي وه.
چارواکي له خلکو غواړي چي په خپلو سیمو کي کوچنیانو ته د چاودېدونکو توکو په اړه معلومات ورکړي او هغوی پرېنږدي چي یوازي په خطري سیمو کي وګرځي.