په کندهار کي یو ځوان په ډېر زړه بوږنوونکي ډول وژل سوی

چارواکي وایي، د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کي د هغه ځوان مړی موندل سوی چي جسد یې ټوټه ټوټه سوی او بیا په یوه ګونۍ کي اچول سوی دی.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید وايي، د دغه کس ټوټه ټوټه سوی جسد تېره ورځ سه شنبه په ارغنداب ولسوالۍ کي موندل سوی.

د هغه په وینا، تر اوسه څرګنده نه ده چي دغه ځوان کله او د چا له خوا وژل سوی او نه یې هم تر اوسه د هویت په اړه معلومات تر لاسه سوي دي.

له دې وړاندي هم ورته پېښي په کندهار ښار او ولسوالیو کي سوي دي چي پر مهال یې د ځوانانو تر څنګ ځیني کوچنیان هم په ظلم وژل سوي.