په کندهار کي ۲۰ قابلې روزل سوي دي

د ملګرو ملتونو د کډوالو لویه کمېشنري (U.N.C.H.R) وايي، په کندهار کي ئې ۲۰ تنې ښځي د قابله ګۍ تر زده کړو وروسته فارغي کړي دي.

یادي کمېشنرۍ نن (دوشنبه) پر خپله اکسپاڼه لیکلي چي، ياد روزنیز پروګرام د جاپان په مالي ملاتړ برابرېږي او وروسته به نورو ولایتونو ته هم وغځول سي.

د یادي کمېشنرۍ د اکسپاڼي له مخي، دغه پروګرام به په زابل، روزګان او نیمروز ولایتونو کي هم پیل سي او یادو فارغو سوو ښځو په ګډون به ۲۶۰ تنو ښځو ته د قابله ګۍ روزنه په کښي ورکول سي.