په کندهار کښي يو ځوان ځان وژنه کړې ده

د‌ کندهار څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د دغه ولايت د ارغستان ولسوالۍ په بادزي چمن کلي کښي د محمد سرور په نوم يو ۲۴ کلن ځوان ځان وژنه کړې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخي، چي دغه پېښه پنج شنبه ماذيګر مهال را منځ ته سوې ده. سرچينه وايي چي دغه ځوان ځان په باغ کښي ځړولی او وژلی دئ.
د يادي پېښي اصلي لامل تراوسه پوري څرګند نه دئ، خو د ط..البانو د بيا واکمنۍ سره ډېری ځوانانو د بېکارۍ، غريبۍ او بېوزلۍ له امله ځان وژني کړي دي.