په کندهار کښي ښوونکي د عزیزي بانک د ناسم مديريت څخه شکايت کوي

د کندهار ولایت د ښوونځیو ښوونکي د عزیزي بانک د ناسم مدیریت له امله د خپلو معاشاتو په ترلاسه کولو کښي د جدي ستونزو سره مخ دي. دوی وايي چي د کندهار د ټولو ښوونځیو د ښوونکو معاشات د دغه بانک د لاري ورکول کېږي، خو بانک د اړتیا وړ ظرفیت نه لري چي د ټولو ښوونکو معاشات په لنډ وخت کښي توزیع کړي.
د ښوونکو په وینا، د اختر د رارسېدو سره سم د معاشاتو نه ترلاسه کول د دوی له پاره لویه ستونزه رامنځ ته کړې ده. يوه ښوونکي د نوم نه ښودلو په شرط څراغ تلوېزيون ته وويل: “اختر راروان دئ، موږ د کورنۍ اړتیاوو له پاره پیسو ته اړتیا لرو، خو د بانک ناسم مدیریت زموږ ستونزې نوري هم زیاتي کړي دي.”
هغوی زیاته کړه چي د بانک د کارکوونکو کمښت، اوږده صفونه او غیر منظم سیستم د دې لامل سوی چي ښوونکي ساعتونه ساعتونه انتظار وباسي او بیا هم خپل معاشات ترلاسه نه کړي.
ښوونکو پر دولت هم نیوکه وکړه او ویې ویل چي که دولت د دوی معاشات پر خپل وخت ورکړي وای، نو دا ستونزه به رامنځ ته سوې نه وای. یو بل ښوونکي وویل: “دولت باید زموږ معاشات په منظم ډول او پر وخت راکړي. که معاشات مو وختي ترلاسه سوي وای، نو موږ به د اختر په درشل کښي له داسي ذلت سره نه مخ کېدو.”
د کندهار د تعلیمي ادارو مسوولینو تر اوسه په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي، خو د ښوونکو دا غوښتنه مخ په زیاتېدو ده چي د دوی معاشاتو ته دي پر وخت او منظم ډول پاملرنه وسي. دوی غواړي چي د معاشاتو د ورکړي له پاره یو اغېزمن او شفاف سیستم رامنځ ته سي، ترڅو دوی وکولای سي خپلي مالي اړتیاوي په اسانۍ پوره کړي.
د کندهار ښوونکي اوس د دولت او بانکي مسؤلينو څخه غوښتنه کوي، چي د دوی ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي، ترڅو دوی وکولای سي خپل معاشات پر وخت او بې له کومي ستونزي ترلاسه کړي، په ځانګړې توګه د اختر په دې مهمو شپو او ورځو کښي.