په کندهار کې د غلاوو زیاتوالی؛ په عام بازار کي وسله والو غلو دوه تنه دوکانداران ویشتلي

د کندهار امنیه قومندانۍ مسوولین وایي، د کندهار ښار په سرپوښ بازار کي وسله والو غلو غوښتل له دوکاندرانو څخه پيسې غلا کړي چي د خلکو له غبرګون سره مخ سوي او بیا غلو ټکان کړي چي په ترڅ کي یې دوه تنه ټپیان سوي.
د امنیې قومندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید وايي، دغه پېښه د دوشنبې په ورځ ماښام رامنځته سوې او غله تر ټکانو وروسته له سیمي څخه تښتېدلي دي.
د سرپوښه بازار دوکانداران وایي، پټ مخو غلو تېر ماښام په دغه بازار کي غوښتل له څو دوکاندارانو څخه پيسې واخلي چي پر مهال یې ټکان کړي.
د دوی په وینا، غلو له یوه دوکاندار څخه پيسې اخیستي وې او له نورو څخه د پيسو اخیستلو پر مهال دوکاندارانو غبرګون ښوولی چي بیا غلو ټکان کړي دوه تنه ژوبل سوي او غله له سیمي څخه تللي دي.
خلک وایي، په دې وروستیو کي یو ځل بیا په کندهار کي غلاوي زیاتي سوي چي امنیتي مسوولین یې باید په وړاندي جدي ګامونه واخلي.