په کندهار ګمرک کي د درملو کانتینرونه درول سوي؛ تجاران له زیانونو شکایت کوي

د خوړو او درملو ملي ادارې د تېري یوې میاشتي راهیسي د کندهار په ګمرک کي له هند څخه راغلي ګڼ شمېر د درملو کانتینرونه درولي، چي ویل کیږي صفت او راجستر نه لري.
تجاران وايي، چي دا اقدام بې‌مسوولیته او له منطقي دلایلو لیري دی، چي له امله یې هغوی له مالي زیان سره مخ سوي او آن ځیني کانتینرونه لمر ته ولاړ دي، چي د درملو کیفیت ته زیان رسوي.
دوی زیاتوي، که څه هم اداره د صفت نشتوالي ادعا لري، خو په کابل کي د صفت او راجستر پروسه هم بنده ده او که فعاله هم سي، پر هر قلم دوا ۱۵۰۰ ډالر فیس غواړي، چي دا د عامو خلکو او سوداګرو سره ښکاره ظلم ګڼل کېږي.
تجاران وړاندیز کوي چي د غیر راجستر درملو لپاره دي مشخص فیس وټاکل سي ترڅو د صفت او راجستر هڅونه وسي او دغه راز د صفت پروسه دي اسانه او فیسونه دي کم سي.
دوی زیاتوي چي د کیفیت د کنټرول لپاره دي په هر زون کي لابراتوار جوړ سي ځکه د کنتینرونو درول د حل لاره نه ده، بلکي ستونزي لا زیاتوي.