سرچینې وايي، په کندوز ولایت کي د پنځو طالبانو مړي د ۲۰۷ عمري قول اردو روغتون ته لېږدول سوي دي.
د سرچینو د معلوماتو له مخي دغه پنځه طالبان د کندوز کابلبانک مخ ته په یوه چاودنه کي وژل سوي دي.
د سرچینو په وینا، د دې پېښي ټپیان د کندوز ولایتي روغتون ته لېږدول سوي دي.
تر دې وړاندي عیني شاهدانو د دریو کسانو د وژل کېدو او د څو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی وو.
تر اوسه د دې چاودني د تلفاتو کره شمېره نه دی معلوم.
چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
تر اوسه کومي ډلي د دې برید مسوولیت نه دی منلی.