په کواټ کي د ترافيکي پيښي له امله ۳ کسان مړه او ۵ نور ټپیان سوي

د خیبر پښتونخوا په کواټ سیمه کي په یوه ترافیکي پېښه کي درې تنه مړه سوي او پنځه نور ټپيان دي.
راپورونه وایي، دا پېښه نن د یوه مسافر وړونکي بس او بل کوچني موټر ترمنځ سوې ده.
د کواټ چارواکو ویلي، په مړو او ټپیانو کي ښځي او ماشومان هم شامل دي.
د مارچ پر ۲۸مه هم د خیبر پښتونخوا په بونېر کي په ترافیکي پېښه کي اته تنه مړه سوي وه.
شپږ ورځي وړاندي بیا د بلوچستان په حب سیمه کي په یوه ترافیکي پېښه کي لږ تر لږه ۱۷ کسان مړه او او تر ۴۰ زیات ټپیان سوي وه.