په کورمه او وزیرستان کي د دوو پاکستاني عسکرو په ګډون شپږ تنه ولسي وګړي وژل سوي

د خیبرپښتونخوا کورمي په چارخيل سيمه کي د پاکستان پوله ساتو ځواکونو پر کاروان بريد سوی چي له امله یې دوه عسکر وژل سوي او په سيمه کي جګړه هم سوې ده.
په سوېلي وزیرستان کي بیا وسله والو څلور ولسي وکړي په ډزو وژلي.
له خیبرپښتونخوا څخه سرچینو ویلي، چي د خیبرپښتونخوا کورمي ولسوالۍ په چارخيل سيمه کي د پاکستان پوله ساتو ځواکونو پر کاروان بريد سوی چي په پایله کي دوه عسکر وژل سوي او په سيمه کي جګړه هم سوې ده.
تر اوسه پورې پاکستاني امنیتي سرچینو په اړه رسمي څه نه دي ويلي.
ها خوا په سوېلي وزيرستان تيرازه سيمه کي وسلوالو څلور ولسي کسان په ډزو وژلي او وسله وال له سیمې تښتېدلي دي.
په سيمه کي ځايي پوليس وايي، چي دغه کسان د شپې هغه مهال وسله والو ووژل چي واڼه بازار ته پر لاره وه.
په دې وروستیو کي په قبایلي سیمو کي د وسله والو له لوري جګړې، چاودني او پر ولسي خلکو بریدونه زیات سوي او حکومت یې په مخنیوي کي پاته راغلی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *