په کورمه کي خونړۍ جګړه روانه ده خو امنیتي ځواکونه یې د مخنیوي هڅه نه کوي

د خیبر پښتونخوا په کورمه کي سیمه ییزي سرچینې وایي، د پاړه چنار په تازه فرقوي نښته کي لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل سوي او ۲۷ نور ټپیان سوي دي.
د سیمي د روغتیا ادارې ویلي چي د تېرو درو ورځو په نښتو کي ۱۴ تنه وژل سوي او ۳۵ ژوبل سوي وه.
د سرچینو په وینا، د سُني او شیعه قبیلو تر منځ د مځکي پر سر شخړه درې ورځي وړاندي پیل سوې او اوس هم دوام لري.
ځايي سرچینو ویلي، چي دواړه لوري په باليشخېل، خوار کلی، پیواړ، تری منګل، خومڅو او ځینو نورو سیمو کي په شخړه کي سپکي او درنې وسلې کاروي او د پاړه چنار او بهر تر منځ لاري په بشپړه توګه بندي دي.
د سرچینو په وینا، د اوربند د ټینګولو لپاره د دواړو لورو ترمنځ خبري پرون بې نتیجې پای ته ورسیدې، او حکومت هم نه غواړي چي په دې شخړه کي ډېره مداخله وکړي.
په پاړه چنار کي د شیعه او سني قومونو تر منځ شخړه اوږده سابقه لري ا و ځیني ځايي اوسیدونکي وایي، د پاکستان استخباراتي ادارې هم لاس پکښي لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *