په کورمه کي د شیعه او سُنيانو په ډله ییزو نښتو کي د مرګ ژوبلي شمېر تر ۱۸۰ واوښتی

د خیبر پښتونخوا په کورمه کي د مسافرو پر موټر تر وسلوال برید وروسته په یاده سیمه کي د شیعه او سُنیانو ترمنځ ډله ییزي نښتي پیل سوي دي.
د سیمې بېلابېل روغتیايي چارواکي، مشران او اوسېدونکي وایي، چي د نومبر ۲۳مي په تاوتریخوالي کي دواړو خواوو ته لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په یاده سیمه کي د نومبر په یوویشتمه پر مسافر وړونکو موټرونو په وسلوال برید او له هغه وخت راهیسي په تاوتریخوالي کي د وژل سویو ټول شمېر تر شاوخوا ۸۵ پوري رسېدلی دی.
د سیمې مشران وايي، چي د تاوتریخوالي په پېښو کي یوشمېر کسان ورک هم دي چي تر اوسه یې د مړي، ژوندي معلومات نشته.
د ځایي خلکو د معلوماتو پر اساس تر ټولو زیات ځاني او مالي زیانونه د بګن او ټالوکونج په سیمو کي اوښتي، چې پکښي د دوی په وینا تر ۷۰۰ زیات دوکانونه، مارکېټونه او کورونه لوټ سوي او سوزول سوي دي.