په کورمه کي د موټرو پر يوه کاروان د بريد په پايله کي ۱۷ کسان وژل سوي

د کورمې یو چارواکي ویلي، یوشمېر وسله‌والو د کونج علیزو غره ته پر تلونکو درې کسانو ټکان کړي او ټپیان يې کړي یې دي.
د دې چارواکي په خبره، همدغو وسله‌والو وروسته د مسافرو د موټرو پر یوه کاروان هم بریدونه وکړل، چي ۱۷ کسان پکښي ووژل سول.
ياد چارواکي دا هم وویل، ښکاري دویم برید د لومړي برید په غبرګون کي سوی وي.
په سیمه کي روغتیايي چارواکو ویلي، یوشمېر ټپیانو په روغتون کي ساه ورکړې ده.
ویل کېږي، په وژل سویو او ټپیانو کي ښځي او کوچنیان هم شامل دي.
که څه هم د دې برید اصلی علت معلوم نه‌دی، خو تېره میاشت په کورمه کي د شعیه او سنیانو ترمنځ د مځکي پر سر شخړه کي په لسګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *