د پاکستان د مشرانو جرګي د کورمي پخوانی سناتور عابد حسیني د یوې لوي غونډي پر مهال ویلي، چي په دغه سیمه کي د خلګو د مال او ځان ساتلو په موخه رضاکاره ځواک جوړه وي.
د هغه په خبره چي د امنیت په برخه کي د پاکستاني پولیسو څخه ناهیلي سوي او د خلګو د ساتلو په موخه مجبور دي چي ولسي رضاکاره ځواک جوړ کړي، ترڅو دغه سیمه امن کړي او د نا امنۍ مخه ئې ونیسي.
د یادوني وړ ده، چي په کورمه کي د سنیانو او شعیه ګانو ترمنځ شخړه له کلونو راهیسې د ځمکو او غرونو کی د ځنګلونو د وېش پر سر روانه ده؛ خو په دې وروستیو کې دا ناورین تر بل هر وخت ډېر خونړی سوی، چی د پاکستان حکومت ئې په کنترول کي پاته او عاجز راغلی دئ.