په کونړ او ننګرهار کي پر ډیورند کرښه د طـ.البانو او پاکستاني ځواکونو نښتي سوي

له کونړ او ننګرهار ولایتونو څخه راپورونه وايي، د دغو دوو ولایتونو په سرحدي سیمو کي د طـ.البانو او پاکستاني سرحدي ساتونکو ترمنځ نښتي سوي دي.
د راپورونو له مخي دا نښتي د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ په شالي دره کلي او د ننګرهار ولایت په ګوشتې ولسوالۍ کي د ډیورند کرښي په اوږدو کي سوي دي.
د ځايي سرچینو په وینا، د پاکستان له لوري دوامداره راکټي بریدونو د شالي سیمي ډېری اوسېدونکي اړ کړي چي خپلي کورنۍ پرېږدي او خوندي ځایونو ته ولاړ سي.
تر اوسه د دې نښتو د احتمالي تلفاتو په اړه معلومات نه دي ورکړل سوي.
په ګوشتې ولسوالۍ کي پر ډیورند کرښه، د طـ.البانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتي له تېرو څو ورځو راهیسي په وقفه يي ډول دوام لري.
د دواړو حکومتونو چارواکو تراوسه پوري د دې نښتو په اړه رسماً څه نه دي ویلي.