په کونړ ولايت کي د واليبال فدراسيون له لوري د واليبال سيالۍ پيل سوې

د کونړ ولايت د بدني روزني او سپورټ امريت اړوند د واليبال فدراسيون له لوري په غازي اباد ولسوالۍ کي د ازادۍ په‌ نوم د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل سوې.

مسوولین وايي، د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې نيشګام اکاډمۍ لوبډلي خپلي سيالي ناړي همیشه بهار لوبډلي ته د ۲-۱ ميدانونو په توپير ماته ورکړه او بريا يې خپله کړه.