په کونړ ولایت کي چاودني څلور کسان ټپیان کړي دي

د کونړ امنیتي مسولین وایي، نن له غرمې وروسته د اسعداباد ښار په لومړۍ ناحیه کي د ځای پر ځای سوي ماین د چاودني له امله څلور تنه ولسي خلک ټپیان سوي دي.
د کونړ د امنيي قومندانۍ د مطبوعاتو مسوول فریدالله دهقان وايي، چادونه د کرهالې پل ته څېرمه د یوه هوټل مخ ته رامنځته سوې ده.
د هغه په وینا، ټپيان پروخت د درملني لپاره ولایتي روغتون ته لیږدول سوي او روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل سوی دی.
ده زیاته کړه، د پیښي ځای ته پروخت امنیتي ځواکونه رسیدلي او سیمه یې کلابنده کړې خو تر اوسه د چاودني انګیزه او موخه نه ده روښانه سوې.