د کونړد طبیعي پېښو ته د رسېدو ریاست د زیانونو ارزوني مدیر احسانالله احسان وايي چي درې ورځي وړاندي د دغه ولايت د څوکۍ ولسوالۍ اړوند د دیوه ګل درې د نښترو په یوه ځنګل کښي اور لګېدلی، چي تر درې ورځي اور وروسته ط..البان او د سيمي اوسېدونکي په دې توانيدلي چي اور مهار کړي.
د هغه په خبره چي د يادي اور لګېدني له امله په درې ورځي کښي ۳۰ هکټاره ځنګل سوځېدلی دئ. نوموړی وايي چي د يادي اورلګېدني لامل تراوسه پوري معلوم نه دئ.
بايد وويل سي، چي له دې مخکې هم د کونړ په یو شمېر نورو سیمو کښي د نښترو په ځنګلونو کښي اورلګېدني رامنځ ته سوي چي له امله ئې لسګونه هکټاره ځنګلونه سوځیدلي دي.