په کونړ کي د سېلابونو راوتلو له امله یو تن مړ سوی او نهه تنه نور ټپیان سوي دي

له پيښو سره د مبارزې د چمتوالي اداره وایي، چي تېره ورځ په کونړ ولایت کي د سېلابونو راوتلو له امله یو تن مړ سوی او نهه تنه نور ټپیان سوي دي.

له پيښو سره د مبارزې د چمتوالي ادارې ویلي، چي د شنبې په ورځ د یاد ولایت د نرنګ ولسوالۍ لمټک، کوډو او شړلو په کلیو کي د سېلابونو راوتلو له امله یو تن مړ او نهه نور ټپیان سول.

د دغه ادارې له لوري په خپرو سویو معلومات کي ویل سوي، چي د سېلابونو له امله په یادو کلیو کي ۸۵ کورونه ویجاړ او ۴۰۰ جریبه کرنیزه مځکه ۳۰ څاروي او یو لوی کانال زیامن سوی.

دا په داسي حال کي ده، چي تېره ورځ د هواپیژندني ادارې په ۲۶ ولایتونو کي د باران، برېښنا، چټکو بادونو، او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *