په کونړ کي د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د ایلیون سټار لوبډلي په اتلولي پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت مرکز اړوند یارګل سیمه کي د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د ایلیون سټار لوبډلي په اتلولي پای ته ورسېدې.

مسوولین وایي، د یادو سیالیو پای لوبه کي ایلیون سټار لوبډلي د اتو ویکټو په توپیر خپلي سیالي انګلیسي ادبیاتو لوبډلي ته ماته ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

د کرکټ د ملي لوبډلي له ورستیو بریاوو سره ځوانان وایي، هڅول سوي چي دغه لوبي ته پام زیات کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *