په کونړ کي د یوه کس ۳۰ پسونه او وزې لېوانو داړلي او وژلي دي

د کونړ اسمار ولسوالۍ په انځر کوټ سیمه کي وړمه شپه د یوه ځایي اوسیدونکي ۳۰ وزې او پسونه لېوانو داړلي او وژلي دي.
د سیمي اوسېدونکي وایی، لېوانو د وزو او پسو د ساتلو پر ځای یا شپول حمله کړې وه او پکښي ټول پسونه او وزې یې داړلي او وژلي وې.
د دوی په وینا، دا یو غرنۍ سیمه ده او اکثره اوسېدونکی دلته مالداري ساتي چي ځیني وخت د وحشي ژویو له خوا حملې ورباندي کیږي.
د دغه سیمي د خلکو په وینا، د دوی اقتصادي سرچینه همدا مالداري ده او خو اوس د یوې کورنۍ ټوله شتمني چي همدا پسونه او وزې وې له منځه ولاړه.
د دغه پسونو او وزو څښتن وایي، تر ۱۵۰ زره افغانیو پوري زیان ورته رسېدلی او تمه لري چي مرسته ورسره وسي.