د کونړ ولايت د بدني روزني او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري په مروره ولسوالۍ کي د ۷ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ نهم پړوا غوره ليګ سيالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو پايلوبه د ډنجر اتلانو او ينګ سټار لوبډلو ترمنځ ترسره سوه، لومړی توپوهنه ډنجر اتلانو لوبډلې ترسره کړه او په ټاکلو ۱۲ اورونو کي يې سیالي لوبډلي ته د څلورو لوبغاړو په زيان ۱۹۸ منډي هدف کښېښودی.
د لوبي په دويمه نيمايي کي ينګ سټار لوبډلي د پنځو لوبغاړو په زيان ۱۵۵ منډي وکړې او په ۴۳ منډو يې ماته وخوړه.