په کونړ کې د رینجر موټر د چپه کېدو له امله دوه ط..البان وژل سوي

سیمه‌ییزو سرچینو د چهارشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د کونړ ولایت د منورې ولسوالۍ په بلورو سیمه کي د ط..البانو يو رينجر موټر چپه سوی، چي له امله ئې دوه تنه ط..البان وژل سوي او دوه نور ټپیان سوي دي.
د سرچینو په وینا، دا پېښه د سې شنبې په ورځ (د عقرب ۲۰مه) ماځېګرمهال رامنځ ته سوې ده.
په ورته وخت کي د کونړ ولایت ط..البانو هم ياده پېښه تائید کړې ده، خو په اړه ئې رسنيو ته نور معلومات تر اوسه پوري نه دي ورکړي