د پاکستان جیو نیوز ټلوېزیوني شبکې راپور ورکړی چي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو جګړو له زیاتېدو سره سم د پاکستان پولیسو په کویټه ښار او شاوخوا سیمو کي د افغان کډوالو پر ضد پراخ عملیات پیل کړي دي.
راپور زیاتوي چي یوازي په کویټه کي د دې عملیاتو پر مهال ۷۵۲ افغان کډوال نیول سوي دي.
سرچینې وايي، د افغان کډوالو د نیولو دا لړۍ نه یوازي په بلوچستان؛ بلکي د پاکستان په نورو ایالتونو کي هم چټکه سوې ده.
پولیسو او اړوندو ادارو د غیر قانوني میشتو افغانانو د پیژندلو او نیولو له پاره ځانګړي ټیمونه ګمارلي دي.
دا عملیات پر داسي مهال جریان لري چي د دواړو هیوادونو پر پوله نښتي او ترینګلتیاوي هم دوام لري.
بل لور ته، د افغان کډوالو کورنۍ او د حقونو فعالان د پاکستاني چارواکو له دغه چلنده اندېښنه لري او وایي، دا ډول اقدامات د کډوالو پر ژوند ناوړه اغېز کوي. د کډوالو سازمانونه له پاکستاني حکومت غوښتنه کوي چي د بشري حقونو اصولو ته پام وکړي او له افغان کډوالو سره انساني چلند وکړي.