په ګانکو کي یوې وسله‌والي ډلي ۷۷۳ کسان وژلي دي

نړیوالو رسنیو ویلي، کانګو په شمال ختیځ د «ګوما» په ښار کي د روانډا ملاتړ لرونکي «اېم‌۲۳» وسله‌والي ډلي برید له امله ۷۷۳ کسان وژل سوي دي.
نړیوالو رسنیو د کانګو د روغتیا وزارت په حواله راپور ورکړی، کانګو په شمال ختیځ د ګوما په ښار کي د روانډا ملاتړ لرونکي «اېم‌۲۳» وسله‌والي ډلي برید له امله ۷۷۳ تنه وژل سوي او شاوخوا دوه زره او ۸۸۰ کسان ټپیان دي.
دغه وزارت زیاته کړې چي د دې وسله‌والي ډلي له برید وروسته په دغه ښار او د شاوخوا سیمو روغتونونو په سړو ‌خونو کي ۷۷۳ جسدونه پراته دي او همداراز لاري او کوڅې له جسدونو ډکي دي.
د توتسي‌یانو په مشرۍ «اېم‌۲۳» وسله‌واله ډله د تېري اوونۍ د سه‌شنبې په ورځ د کانګو ختیځ لوی ښار او د شمالي «کیوای» ولایت پر پلازمېني کنټرول ترلاسه کړ چي دا سیمي پرېمانه سره زر، کولتان او نور معدني مواد لري.