نړیوالو رسنیو خبر ورکړی چي په ګواتیمالا کي د اوبو یوې کندي ته د مسافروړونکي موټر د لوېدو په پېښه کي ۵۱ کسانو ژوند بایللی.
رویټرز راپور ورکړی چي دا بس پرون له «سان آګوستین» ښار څخه پلازمېني ته روان و چي له یو پُل څخه لاندي کندي ته لوېدلی دی.
د ګواتیمالا ښار د اور وژني څانګي ویاند ویلي، چي د دې خونړۍ پېښي له ځایه د ۳۶ نارینه او ۱۵ ښځو جسدونه را ایستل سوي دي.