په یمن کي د حوثیانو ویاند یحی سرېع وايي چي پر اسراییلو یې، توغندیز برید کړی او یو پوځي مرکز یې، په نښه کړی دی

د نوموړي په وینا،حوثیانو په تل‌ابیب کي د اسراییلو پوځي مرکز باندي توغندیز بریدونه کړي، خو د اوښتي مرګ‌ژوبلي او زیانونو په تړاو یې، څه نه‌دی ویلي.
د المصیراح په نوم ټلوېزیون چي په حوثیانو پوري اړوند دی، په یوه خبر کي ویلي، د امریکا او برېټانیا هوايي ځواکونو د دغه هیواد په امران او سادا سیمو کي بریدونه کړي.
له دې وړاندي هم حوثیانو پر اسراییلو د ډرون او توغندیو بریدونه کړي او ویلي یې دي چي دغه بریدونه له فلسطینیانو سره د یووالي لپاره کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *