اې بي سي نیوز د یوناني چارواکو په حواله ویلي دي چي د دغه هیواد په سواحلو کي د ډوبي سوي کښتۍ قربانیان او ژوندي پاته سوي ټول افغانان دي.
دغه کښتۍ کي چي افغان کډوال پکښي سپاره وو، د یونان په ختیځ کي د رودس ټاپو ته نږدې د یونان د ګزمې له یوې کښتۍ څخه د تېښتي پر مهال ډوبه سوه.
د دغه راپور له مخي یوناني چارواکو ویلي چي په دغه پېښه کي اتو تنو ژوند بايللى.
له بلي خوا د یونان ساحلي ګارد ویلي، ټولټال ۱۸ کډوال چي ۱۲ نارینه، درې ښځي او ۳ کم عمره کوچنیان دي ټول افغانان دي ژغورل سوي دي. خو د یوناني چارواکو په وینا وژل سوي کسان هم د افغانستان دي.
دا په تیره یوه اونۍ کې د کډوالو دوهمه مرګ-ژوبله ده.