په یوه ورځ کي شاوخوا ۱۷۰ افغان کډوالي کورنۍ له ایران او پاکستان څخه ویستل سوي او هيواد ته راستنې سوي دي

مسوولین وایي، پرون ۱۶۹ افغان کډوالي کورنۍ له ایران او پاکستان څخه په «جبري او په خپله خوښه» توګه ایستل سوي دي.

د مسوولینو په خبره، چي دغه کډوال د ننګرهار، کندهار، نیمروز او هرات ولایتونو له لارو هيواد ته داخل سوي دي.

چارواکي وایي، په همدې حال کي ۵۴ کورنۍ د نیمروز ولایت د پل ابرېشم او ۳۷ کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لاري هيواد ته داخلي سوي دي.

دا په داسي حال کي ده، چي پاکستاني رسنیو مخکي د دغه هيواد د چارواکو په حواله راپور ورکړى وو، چې پاکستان د روان کال د جولای له ۲۱مي د اګست تر ١٧مي پوري ۳۲زره۲۰۰ افغان کډوال ایستلي دي.