په یوه ورځ کي څه باندي ۳۰۰ افغان کډوالي کورنۍ له ایران او پاکستان څخه ایستل سوي

په یوه ورځ کي څه باندي ۳۰۰ افغان کډوالي کورنۍ له ایران او پاکستان څخه ایستل سوي او هیواد ته راستنې سوي دي.

چارواکي وایي، چي پرون له ایران او پاکستان څخه د هیواد ۳۱۹ کډوالي کورنۍ په جبري او اختیاري توګه ایستل سوي دي.

د معلوماتو له مخي دغه کډوال د ننګرهار، کندهار، نيمروز او هرات ولايتونو له پولو څخه هیواد ته داخل سوي دي.

د کډوالو چارو وزارت وايي چي ۲۴ کورنۍ د تورخم له لاري او ۳۲ کورنۍ د سپین بولدک له لاري افغانستان ته راستنې سوي دي.

دغه راز د نیمروز ولایت د  پل ابرېشم له پولي څخه ۱۲۱ کورنۍ او همدارنګه د اسلام قلعه له پولي ۱۴۲ نوري کورنۍ افغانستان ته راستنې سوي دي.

بل خوا د ایران د کورنیو چارو وزیر ویلي، نور افغان کډوال نه سي زغملای او باید له دې هیواده ووزي.

دا په داسي حال کي ده چي په هیواد کي بیکاري او خراب اقتصادي وضعیت د هیواد د اتباعو د غیرقانوني کډوالۍ بنسټیز لاملونه بلل کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *