په یوه ورځ کي څه باندي ۳۵۰ افغان کډوالي کورنۍ له ایران او پاکستان څخه ایستل سوي

په یوه ورځ کي څه باندي ۳۵۰ افغان کډوالي کورنۍ له ایران او پاکستان څخه ایستل سوي او هیواد ته راستنې سوي دي.

چارواکي وایي، ایران او پاکستان پرون ۳۵۵ کډوالي کورنۍ په جبري او اختیاري ډول ایستلې دي.

د راپورونو له مخي، دغه کډوال د ننګرهار، کندهار، نيمروز او هرات ولايتونو له لارو هیواد ته داخل سوي دي.

د مسوولینو په وینا، ۲۹ کورنۍ د تورخم او ۳۱ کورنۍ د سپین بولدک له لاري افغانستان ته راستانې سوي دي.

په همدې حال کي له پاکستانه راستنې سوي یو شمېر کورنۍ وايي چي د دغه هیواد پولیس د دوی ټولي پيسې او هرڅه ځني اخيستي او په تش لاس یې افغانستان ته رالېږلي دي.

د کډوالو په چارو کي د ملګرو ملتونو د عالي کمېسيون احصایې ښيي چي د ۲۰۲۱ کال له اګسټ وروسته او پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ له بیا پیلېدو سره، د دغه هیواد څه باندي ۶۰۰ زره اتباعو په پاکستان کي پناه اخيستې ده.