په یوه ورځ کي څه باندي ۳۵۰ افغان کډوالي کورنۍ له ایران او پاکستان څخه ایستل سوي

په یوه ورځ کي څه باندي ۳۵۰ افغان کډوالي کورنۍ له ایران او پاکستان څخه ایستل سوي او هیواد ته راستنې سوي دي.

چارواکي وایي، ۳۵۸ کډوالي کورنۍ له ایران او پاکستان څخه په زور او په خپله خوښه ایستل سوي دي.

د معلوماتو له مخي، دغه کډوال د ننګرهار، کندهار، نیمروز او هرات ولایتونو له لارو هیواد ته راستانه سوي دي.

د چارواکو په وینا، ۴۰ کورنۍ د تورخم او ۴۲ کورنۍ د سپین بولدک له لاري افغانستان ته داخلي سوي دي.

په همدې حال کي د راپورونو له مخي، ۱۱۸ کورنۍ د پل ابرېشم له لاري هیواد ته داخلي سوي دي او همدارنګه ۱۵۸ نوري کورنۍ د هرات د اسلام کلا له پولي هیواد ته راغلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *