په یوه ورځ کې څه باندې ۲۵۰ افغان کډوالې کورنۍ له ایران او پاکستان څخه اېستل سوې او هېواد ته راستنې سوې دي.
مسوولین وایي، چې دغه کډوال د ننګرهار، کندهار، نیمروز او هرات ولایتونو له لارو هېواد ته داخل سوي دي.
د راپورونو له مخې، په همدې حال کې ۶۴ کورنۍ د پل ابرېشم او ۱۰۰ نورې کورنۍ د اسلام کلا له لارې هېواد ته داخلې سوې دي. دا په داسې حال کې ده، چې وړاندې د کډوالۍ نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي وه، چې له ۲۰۲۰ کال راهیسې نږدې اته میلیونه افغانان له هېواده کډوال سوي دي خو طالبانو دا راپور رد کړی دی